د انقلا ب خصلت
انجنیر ظهو رالدین اندیش انجنیر ظهو رالدین اندیش


 

او ۸د ثور کو دتا او ېا آنقلا ب چی دآما ن افغا ن او د هغه دمبارزې مور په مټو بريا لیتو ب ته ورسيدل مګر هغه ښا مار چې همېشه یې ژوند تهدید کړاې لکه دزمريدمېاشتې۲۸ نېټی ملي=ازادی بخښو نکي امپر ېا ليستی ضد فېودالي ضد انقلاب چې دامپر ېا ليزم په راس کې دوخت دلوی بر ېطا نياد امپر ېا ليزم دپټو او علني فعا ليتو نوپه پا ېله کې دماتې سره محا مخ شو په همدی تر تيب سره د ثور ۷=۸ چی امان افغا ن او د هغه مور یې په سرو وينو ولمبول چې دا په حقيقت کې دانقلاب تر نا مه لاندی د امپر ېا ليزم دوژلو لبا ره سترې اوپراتيفي لوبې وی چې ۷ او ۸ دثور پلا ن شوی وې چی ټول شا هد دي چې افغا ن غېر تي ولس په قوت سره خپل تا ريخ جوړ کړ زه په دی اړوندد هېواد دزړور مبا رز انقلا بي شا عر استا د داکا دمېسن محترم ورور او ملګري سلېمان لا ېق دا شعر تا سو ته ډالې کوم ۰
د انقلا ب خصلت
انقلاب تر هر څه مخکې خپل بچیان خوري
لکه اور چې بل څه نه مومي بیا ځان خوري
... 
ته د ثور خونړۍ ښــــــــــــــــــامارته ګوره
چې له یوه لوري خلقیان او پرچمیان خوري
اوس یې مخه په جومات او مدرسه شوه
هم ځانمرګي طالبان هم عربـــــــــان خوري
چې ددې ښــــــــــــامار د لوږي اورته ګورم
د جهاد په خره سپاره ټول امیـــــران خوري
نه د بم خاوند پریږدي او نه ځـــــــانمـرګي
د هر قوم او هر وطن ترورستــــــــــان خوري
شوروي نظام یې وواهـــــــــــــــــه په بډه
اوس ددې دور فاتح امریـکایــــــــــــــان خوري
د مغرب په افغاني ټلویزونو کـــــــــــــــې
جاسوس ډوله فتنه ګــــــر مبلغــــــــان خوري
په حزب او عقیده کـــې تبعیض نه کړئ
هم کره انقلابیـــــــــان هم جهادیـــــان خوري
خاینـــــان صــــــــادقان واړه ورته یو دي
هم کوتلی وطنپال هم لوټمــــــــــــاران خوري
د افغان خــــــاوره یې ډوبه کړه په وینو
اوس نوبت د ګاونډي دی پاکستـــــــــان خوري
زه چې ګورم د تاریخ راغلــــي یون ته
ددې وروسته د غجرو آخوندیـــــــــــــــان خوري
چې قتال چا د جهاد په پلمه خپور کړو
هغه ټول د وینو تږي قاتـــــــــــــــــــــلان خوري
نه چور ګوړي نه چرګان پریږدي نه چرګې
ټول چوریان او طالبــان او ملایـــان خوري
چې په دین باندي یې پیل کړي ملنډې
هغه ټول قرآن وهلي رهبـــــــران خوري
استاد اکاډمیسیون
سلیمــــــان لایق


April 29th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان